ننګرهار کې د سرو املوکو بڼونه پراخ شوي، سږ کال د څه باندې څلور زره مټریک ټنه حاصل اټکل شوی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۷
ننګرهار کې د سرو املوکو بڼونه پراخ شوي، سږ کال د څه باندې څلور زره مټریک ټنه حاصل اټکل شوی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې به ترې ۴۱۹۴.۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، د ننګرهار په بهسود، دره‌نور، ګوشته، سره‌رود، خوږیاڼو، بټي‌کوټ، اچین، چپرهار، پچیراګام، حصارک، شیرزاد، کامه او شینوارو ولسوالیو کې پر ۱۰۲۶.۵ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي، چې سږ کال به ترې بڼوال په کافي اندازه حاصل ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه، تېر کال پر ۴۵۳.۵ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه کرل شوي وو، چې ۱۸۱۴ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی و.
د ننګرهار د کرنې رییس وايي، د سرو املوکو د ترویج او د لوړ حاصل ورکوونکو نوعو د موندلو په موخه، د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې پر ۲۴ نوعو څېړنې روانې دي، چې تر دې دمه د پنځو نوعو د کرلو سپارښتنې بزګرانو ته شوې دي.


در ولایت ننگرهار باغ‌های املوک گسترش یافته و امسال برداشت بیش از چهار هزار تُن پیش‌بینی می‌شود
۱۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌گفته‌ی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در سیزده ولسوالی این ولایت باغ‌های املوک ایجاد شده است که بر بنیاد برآوردها، امسال بیش از ۴۱۹۴.۵ متریک تُن حاصل از آن به‌دست خواهد آمد.
مولوی محمدولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که در ولسوالی‌های بهسود، دره‌نور، گوشته، سررود، خوگیانی، بتی‌کوت، اچین، چپرهار، پچیراگام، حصارک، شیرزاد، کامه و شینوار بر مجموع ۱۰۲۶.۵ جریب زمین باغ‌های املوک احداث شده است و پیش‌بینی می‌شود باغداران امسال حاصل قابل ملاحظه‌ای برداشت کنند.
او افزود که در سال گذشته بر ۴۵۳.۵ جریب زمین باغ‌های املوک احداث شده بود که از آن ۱۸۱۴ متریک تُن سیب برداشت گردیده بود.
رئیس زراعت ننگرهار همچنین گفت که به‌منظور ترویج کشت املوک و شناسایی نوع‌های پُرحاصل، تحقیقات بر روی ۲۴ نوع املوک در مرکز تحقیقاتی ننگرهار در حال انجام است و تاکنون کشت پنج نوع از آن برای باغداران توصیه شده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت