ننګرهار کې د خصوصي سکټور له لورې د کرل شویو غنمو د پلټنې دویم پړاو پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۷
ننګرهار کې د خصوصي سکټور له لورې د کرل شویو غنمو د پلټنې دویم پړاو پیل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت تخنیکي ټیم له لوري دهلال ګروپ د کرل شویو غنمو د پلټنې دویم پړاو پیل شو.
 دغه پلټنه د تصدیق د ورکړې امریت تخینکي غړیو، انجینر وحیدالله بهسودي او انجینر هارون اکرم پر داسې مهال ترسره کړ چې د هلال ګروپ د ختیځ زون سیمه ییز مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین له لوري ورته د کر په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ډاکټر عبدالغفار لودین د خپلو خبرو پرمهال وویل: «د  لومړني پلټنې پرمهال د ننګرهار د کرنې ریاست تخینکي مسولینو له لوري سپارښتنې یې عملي کړي، دویم دوز سرې د شیندلو لړۍ روانه ده او د هرزه ګیاوو د کنټرول په موخه درمل پر خپل وخت استعمال شوې ده.»
د تصدیق د ورکړې امریت غړي انجینر وحیدالله بهسودي د کرل شویو غنمو وضعیت ښه ارزوه او  د لا ښه والي په موخه یې اړونده برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
هلال ګروپ چې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په برخه کې اوږده مخینه لري یو وار بیا یې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې کر ترسره کړی، چې هېوادوالو ته به یو وار بیا په پراخه پیمانه په ټولو معیارونو برابر او ښه تخم وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت