ننګرهار کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او ستونزو حل په موخه  سوداګرو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۴۲
ننګرهار کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او ستونزو حل په موخه  سوداګرو سره ناسته ترسره شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی، چې مشري یې د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني کوله، ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن او ننګرهار مېشتو سوداګرو سره ناسته وکړه.
د سوداګرو په استازولۍ د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې رییس اجمل رحماني خبرې وکړي او په ننګرهار ولایت کې د سوداګرو ستونزو، شته فرصتونو او حل لارو خبرې وکړي.
ښاغلي رحماني وویل، چې په ننګرهار کې په زیاته اندازه سابه کرل کېږي، خو د ساتني لپاره دمعیاري سړو خونو، برېښنا کموالې او سوداګرو ته د ځمکو د ورکړې پر څرنګوالې خبرې وکړي.
په ورته مهال، دننګرهار سبو او مېوو صادروونکو اتحادې رییس حاجي ګل مراد عرب هم خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې وزارت له پلاوي سره شریکې کړې.
 په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن یادې ستونزې د سوداګرۍ پر وړاندې جدې ننګونې وبللي او په خپله برخه کې د حل پوره ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل، چې په ننګرهار ولایت کې د سوداګرو ستونزو حل په موخه یي ۲۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته په واک کې ورکړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سړو خونو په برخه کې د خصوصي سکتور له لورې پنځه سړې خونې جوړې شوي چې تر یو بریده ستونزه حل شوي او هڅه کوي د کرنې وزارت له لورې په تېر کې نیمه کاره د ٥٠٠٠ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې پاتي کارونه پیل کړي.
 د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني وویل، چې د دوی د سفر موخه په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د فعالیتونو ارزونه، د ستونزو او غوښتنو له نږدې اورېدل او د حل لپاره یې لازم اقدامات کول دي او ډاډ یې ورکړ، چې د شته ستونزو او ننګونو د پای ته رسولو په برخه کې به جدي هلې ځلې وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت