ننګرهار کې د خاورې د هر اړخیزې څیړنې په موخه سروې پیل شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۳
 ننګرهار کې د خاورې د هر اړخیزې څیړنې په موخه سروې پیل شوه

۳۰ مرغومي ۱۳۹۸
د کرنې وزارت د څېړنې ریاست د خاروې پیژنې برخې پلاوي له خوا په ننګرهار کې ولایت کې د خاورې پیژنې په موخه ځانګړې سروې پیل شوه.
یاد پلاوي وایې، چې د هېواد په کچه د خاورې پيژندنې په موخه سروې پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې به د ننګرهار په څلورو ولسوالیو « بټي کوت، چپرهار، بهسود او ښیوې» کې هم په دې برخه کې فعالیت کیږي.
دوی زیاتوي له دې سروې یې موخه د خاروې طبقې، حالت ،عناصر، د خاورې توافق او کیفیت معلول دي، چې د کر په موخه کروندګر له ستونزو سره مخ نشي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د سروې د پیل مراسمو کې د سروې د ترسره کېدو په برخه کې د دقت غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې د تحقیقاتو برخې کارکوونکو ته په مرکز کې د خاورې پیژندنې په برخه روزنیز پروګرامونه په لار واچول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت