ننګرهار کې د جلغوزیو ترویج په موخه د ۴۵۰۰ اصله نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۲:۵۷
ننګرهار کې د جلغوزیو ترویج په موخه د ۴۵۰۰ اصله نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

۲۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د چارو ادارې لوې ریاست په مالي لګښت او د ننګرهار کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ په خوږباڼو، شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې د ۴۵۰۰ اصله جلغوزیو نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د جلغوزیو د ښو ډولونو ترویج، بزګرانو لاسنېوي او ځنګلو بیا رغولو په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ مرکخېلو او خدرخېلو کلیو کې ۱۵۰۰ اصله د جلغوزیو نیالګي کېنول شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي په ځنګل لرونکو ولسوالیو کې د جلغوزیو بېلا بېل ډوله بوټي د ترویج او ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه وکري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کي د لمرګل نبات څخه د غوړیو تولید او ماشینري تصمیم نیونې په موخه د ترکیې ټېکا کمپنۍ سفر

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د نوروزي په څیړنیز فارم کي د غوړیو تولید او استخراج په موخه پر شاوخوا ۱۸۰ جریبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲۶
Background image

دیوار استنادی ۱۰۰ متری در قریه آس ولایت بدخشان به بهره‌برداری سپرده شد

۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک دیوار استنادی به طول ۱۰۰ متر که به منظور جلوگیری از تخریبات دریای کوکچه در قریه آس ولایت بدخشان با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و توسط دفتر میشن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

بازگشت