ننګرهار کې د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز له لارې۷۰۰ بزګران روزل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۶:۱۵
س


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس انعام الله صافی وایي، نږدې درې کاله وړاندې دکرنې وزارت له خوا د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» د جوړېدو طرحه رامنځته شوه، چې په همدې موخه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا هم په یوشمېر ولسوالیو او مرکز کې د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکزونه جوړ شول.
د ښاغلی صافی په خبره، له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې په دغو روزنیزو پروګرامونو کې بزګرانو ته د سبو، مېوو اوغلو د کرکېلي نوي لارې چارې او د یادو نباتاتو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي، په شنوخونو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو لارې چارې، کرنیزو عملیو، د سرې ورکولو وخت او ډول، حاصل ټولولو او ښاخ برۍ لارې چارې ښودل شوي دي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۱ زره او ۸۷۵ مالداران او بزګران د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت