ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۹
ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه د اټکل له مخې ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي، چې دا د تېر کال په پرتله د حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د یاد ریاست د قدرتي زېرمو امر، قاري کاهون عبدالرحمن اتل، ویلي چې د ننګرهار په حصارک، شیرزاد، خوږیاڼي، پچیراګام، هسکه مېنه او سپین غر ولسوالیو کې د شاوخوا ۱۱ زره او ۹۱۰ هکټاره په مساحت د جلغوزیو طبیعي ځنګلونه شتون لري. د ترسره شویو ارزونو له مخې، تمه ده چې سږ کال به له دغو ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي راټول شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۹۰.۳ مټریک ټنه وه.
د نوموړي په وینا، د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه د ځنګل لرونکو سیمو اوسېدونکو ته د جلغوزیو د حاصل راټولولو په برخه کې د مسلکي روزنو او عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کېدل، د جلغوزیو د غوټو د راشکولو د معیاري او مسلکي طریقو دودول او د طبیعي ځنګلونو اغېزمنه ساتنه ده، چې د تولید په لوړوالي کې یې مهم رول لوبولی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د قدرتي ځنګلونو ساتنه او دوامداره مدیریت یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. دغه ریاست هڅه کوي د ځنګلونو د خوندي ساتنې ترڅنګ د جلغوزیو تولید زیات، د ځايي اوسېدونکو اقتصادي وضعیت پیاوړی او له طبیعي زیرمو څخه دوامداره او مسؤلانه ګټه اخیستنه یقیني کړي.
جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي او لوړ ارزښته ځنګلي محصولاتو څخه شمېرل کېږي. ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې د جلغوزیو پراخ قدرتي ځنګلونه لري، او د دغو ځنګلونو معیاري مدیریت نه یوازې د صادراتو او ملي عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري، بلکې د ځنګلونو په ساتنه، د چاپېریال په خوندیتوب او د ځايي خلکو د عایداتو په لوړولو کې هم اغېزناک تمامېږي.


پیش‌بینی برداشت ۱۴۰ متریک تن جلغوزه از جنگلات طبیعی ننگرهار در سال جاری
۱۵ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار پیش‌بینی می‌کند که در سال جاری، ۱۴۰ متریک تن جلغوزه خالص از جنگلات طبیعی این ولایت برداشت شود که در مقایسه با سال گذشته، افزایش قابل توجهی را نشان می‌دهد.
به گفته قاری کاهون عبدالرحمن اتل، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت ننگرهار، جنگلات طبیعی جلغوزه در ولسوالی‌های حصارک، شیرزاد، خوگیانی، پچیراگام، هسکه‌مینه و سپین‌غر در مجموع نزدیک به ۱۱ هزار و ۹۱۰ هکتار مساحت را در بر می‌گیرد. بر اساس ارزیابی‌های انجام‌شده، میزان برداشت جلغوزه در سال جاری به ۱۴۰ متریک تن خواهد رسید، در حالی که این رقم در سال گذشته ۹۰.۳ متریک تن بود.
به گفته وی، برگزاری برنامه‌های آموزشی و آگاهی‌دهی برای باشندگان مناطق جنگلی، ترویج روش‌های معیاری جمع‌آوری حاصل جلغوزه و حفاظت مؤثر از جنگلات طبیعی، از عوامل اصلی افزایش حاصلات به شمار می‌رود.
مسئولان ریاست زراعت ننگرهار تأکید می‌کنند که حفاظت و مدیریت پایدار جنگلات طبیعی از اولویت‌های این ریاست است و تلاش می‌شود با افزایش تولید جلغوزه، بهبود وضعیت اقتصادی باشندگان محل، حفاظت از منابع طبیعی و افزایش عواید حاصل از این محصول ارزشمند، زمینه استفاده پایدار از جنگلات فراهم شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹
Background image

د کرنې وزیر: افغانستان له ازبیکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

بازگشت