ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۵:۳
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو فارمونو کې د زیتونو بڼونو د حاصلاتو زیاتولي په پار هلې ځلې کوي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې په پلانې زیتون بڼونو کې د زیتونو د لوړ حاصل په موخه یې د مفت خورو د قطع کولو فعالیت پېل کړی دی.
ښاغلی کظیم وویل، چې د ښاخبرۍ چارې به کابو یوه میاشت په برکې ونیسې او په ترڅ کې به يې د پلان له مخې ۲۰۰جریبه زیتون بڼونو کې اصلاحي ((مزاحم، وچ، ناروغ او داسې نور) څانګې غوڅې او ښآخبري به په کې ترسره شي.
د ننګرهار کانال شرکت وویل، چې مفت خواره / مفت خورې د زیتون بوټي ته د غذا د رسېدو مخنېوي کوي ځکه د بوټي ټوله غذا همدا مفت خواره خوري، د مفت خورو نمو د اصلي بوټي نه تېزه وي. 
هغه زیاته کړه: «ددې لپاره چې موږ د زیتونو پراخه حاصلات ولرو او زیتون بوټي ښه وده وکړي نو اړينه ده، چې دا مفت خورې قطع شي، په همدې موخه موږهم په یادو زیتون باغونو کې د مفت خورو د قطع کولو چارې چټکې روانې کړي.»
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت