ننګرهار کانال ریاست کې د کدو محصولات ډېر شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۱:۲۰
ننګرهار کانال ریاست کې د کدو محصولات ډېر شوي

۳۰ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو ځمکو د کدو حاصلات ډېر شوي دي.
د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال اجاره داران (ځمکوال ) او بزګر هر کال د کانال په ځمکو غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان ، هندواڼه ، خټکي ، ډول ډول سابه او نور کري، چې د ننګرهار سربېره، ټول ختیځ زون، کابل او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
د چارواکو په خبره په دغو کرنیزو توکو کې د نورو کرنیزو توکو سره  کدو شته بزګرانو ته ښه عاید لرونکي محصول ګڼل کېږي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي: «له ډېره ښه مرغه اوس د کانال په ځمکه کروندګرو په پراخه پیمانه غټ کدو کرلي،  د پوهانو په اند په ټوله نړۍ کې  شاوخوا ۴۵ ډولونه کدوان موندل کیږي او هر یو یې بیلې بڼې، خوندونه او ګټې لري، چې دغه راز د استعمال لارې یې هم مختلفې دي.»
روغتیاپالونکي وايي ، کدو د سترګو لید سربېره د سرطان خطر په کمولو کې مرسته کوي، جلد یا پوستکي ته ښکلا بښي، لوړ فشار کنترولوي او د اضافي وزن مخنیوی هم کولای شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت