ننګرهار کانال امارتي شرکت د ګوړې تولید کې د پام وړ پرمختګ کړی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۲۴
ننګرهار کانال امارتي شرکت د ګوړې تولید کې د پام وړ پرمختګ کړی

۳۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د درېیم فارم په سیمه کې د ګنیو اته ګاڼې فعالې کړې دي، چې په شپه او ورځ کې د نږدې ۶۵۰ منه ګوړې د تولید وړتیا لري. د دې تولیدي بهیر په ترڅ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ننګرهار، چې د ګني د کرکېلې لپاره مناسب اقلیم، حاصلخېزه ځمکه او پرېمانه اوبه لري، په دودیز ډول د افغانستان د ګني د کر او تولید ستر مرکز ګڼل کېږي. دغه ولایت د ګني کرکېلې په صنعت کې ځانګړی مقام لري او د ننګرهار کانال امارتي شرکت رول په دې برخه کې ډېر مهم دی.
دا هڅه نه یوازې د ګوړې تولید زیاتوي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره کاري فرصتونه هم برابروي، چې د اقتصاد پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو پراختیا کې اغېزمن تمامېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت