ننګرهار ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۰:۶
ننګرهار ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفي، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ،د علمآوو شورا رییس شیخ حضرت جان،د اقتصار رییس، بهرنیو چارو رییس، استخباراتو رییس، عامي روغتیا رییس، کانال رییس، کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رییس، د ننګرهار کرنې ریاست امرینو او د رسنیو استاذو هم شتون درلود.
د  ننګرهر مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفي د کرنې ریاست دا ګام د چاپېریال د ښکلا او قلیم بدلون کې د ستاینې وړ وبللو او له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو د کرلو او پاللو کې پوره برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون، اباد او سمسور شي.
نوموړي مسولینو ته د کرنې وزارت د اصولو له مخی  د نیالګیو دوېش سپارښتنې هم وکړې.
دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې سږکال دننګرهار په امارتي او خصوصي نیالګیو روزنځایونو کې درې میلیونه، ۸۱۵ زره او ۶۸۱ اصله وني او بوټی روزل شوي، چې له دې ډلې څخه ۱۶۷ زره او ۹۹۰ اصله د کرنې ریاست درې میلیونه، ۴۸۴ زره او ۸۲۱ اصله یې د خصوصي سکتور او ۱۶۲ زره او ۸۷۰ اصله کانال ریاست مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي اونیالګي کر ته اماده کړی، چې داصولو له مخې عامو خلکو او ادارتو ته ورکړل شي.
په پای کې د ننګرهار مرستیال والي، د ننګرهار د کرنې رییس او ورسره نورو  چارواکو د څو نیالګیو په اېښودلو سره د نیالګیو د وېش لړۍ رسمآ پیل کړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت