ننګرهار ولایت کې د مؤسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۱:۱۹
ننګرهار ولایت کې د مؤسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د عمومي وضعیت د ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې په پار لوړ پوړرې پلاوی ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو سره د چلند د بهیر د ګړندي کولو په موخه د مؤسسو له استازو سره وکتل.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کډوالو چارو رييس د تورخم په پوله د اجباري راستنېدونکو کډوالو یادونه وکړه او ویې ویل، چې مهاجرين لنډمهاله کمپونو، خوراکي او غير خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو او د اوبو رسولو سيستم ته جدي اړتيا لري.
ورپسې پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د عمومي وضعیت د ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې په پار د لوړ پوړي پلاوي مشر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو آمر مولوی احمدشاه ذهین، د افغاني سرې میاشتنې ټولنې استازی مولوی محمد صالح آخندزاد په شتون کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو  د عمومي وضعیت ته د رسېدنې په هکله خبرې اترې وکړې.
د کمیټې د مسوولینو په وینا، د ۳۰/۱۵ په ظرفیت د انتظار خونې جوړول، د ۱۰ نارینه او ښځینه تشنابونو جوړول، د تورخم په پوله کې د لمریزې اوبه رسولو سیستم، د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۵۰۰ کورنیو په ظرفیت د موقتي کمپ جوړول او د یوې میاشتې لپاره د خوراکي توکو د مرستې د ویش لړۍ پیل شوی دی.
یاد پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او نورو مؤسسو څخه د ولايتي ادارې سره په همغږۍ د خوراکي توکو، نغدو پيسو، غير خوراکي او روغتيايي مرستو د ويش غوښتنه وکړه، څو په زوره د راستنېدونکو کډوالو عمومي وضعيت ته پاملرنه وشي.
بیا د IOM، WFP او UNCHAR دفترونو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه، چې د ټولو کډوالو ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي.
په پای کې، دواړو خواوو د روڼتیا رامنځته کولو په پار د مرستو د همغږۍ او ټولو کډوالو ته پر انډولیزې مرستې رسولو ټینګار وکړ.

برگزاری جلسه هماهنگی با موسسات در ولایت ننگرهار 
۱۲ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت عالی رتبه رسیدگی به وضعیت عمومی بازگشت کننده گان از کشور پاکستان در جریان سفر شان به ولایت ننگرهار با موسسات پیرامون تسریع روند رسیدگی به مهاجرین اخراجی اجباری در ولایت ننگرهار دیدار نمودند.
 در این نشست ابتداء رئیس مهاجرین ولایت ننگرهار ضمن یاد آوری از تعداد مهاجرین اخراجی اجباری در مرز تورخم، گفت مهاجرین نیاز جدی به کمپ‌های موقت، مواد خوراکی، غیرخوراکی، خدمات صحی و سیستم آب‌رسانی دارند.
سپس هیئت رسیدگی به وضعیت عمومی عودت کننده‌گان اخراجی اجباری تحت ریاست مولوی فضل الباری فضلی، معین مالی و اداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مولوی احمدشاه ذهین آمر تدارکات وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث، مولوی محمد صالح آخندزاده نماینده جمعیت هلال احمر افغانی روی رسیدگی به وضعیت عمومی مهاجرین اخراجی اجباری تاکید نمودند.
به گفته مسوولان هیئت متذکره  کار اعمار انتظارگاه با ظرفیت ۳۰/۱۵، اعمار ۱۰ باب تشناب مردانه و زنانه، سیستم آب‌رسانی سولری در مرز تورخم و ایجاد کمپ موقت با ظرفیت  ۵۰۰خانواده در ولسوالی لعل‌پور ولایت ننگرهار و توزیع کمک‌های خوراکی برای یک ماه برای مهاجرین آغاز گردیده است.
این هیئت از نماینده‌گان دفاتر سازمان ملل متحد در افغانستان و سایر موسسات خواهان توزیع کمک‌های خوراکی، نقدی، غیر خوراکی و صحی در هماهنگی با کمیته اجرایی ولایتی رسیدگی به وضعیت عمومی عودت کننده‌گان اخراجی اجباری شد.
سپس نماینده گان دفاتر IOM, WFP و UNCHAR روی فعالیت‌های خویش معلومات ارائه نموده و تعهد شان را برای رسیدگی برای تمام مهاجرین بیان کردند.
در اخیر طرفین روی هماهنگی بیشتر به منظور شفافیت در انسجام کمک‌های، توزیع کمک‌های به صورت یک‌سان به تمام مهاجرین تاکید نمودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۶
Background image

له کندهاره روسیې ته د ۲۵۰ ټنه انارو صادرات؛ د افغان مېوو د نړۍوال بازار د پراختیا نوی پړاو

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت مقام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه همکارۍ، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، له کندهاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د املاکو عمومي. . .

بازگشت