ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس د اوبو د منظم وېش لپاره ګامونه پورته کوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۳۳
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس د اوبو د منظم وېش لپاره ګامونه پورته کوي

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» تېره ورځ په خپل دفتر کې د کرنیزو چارو مسوول انجنير محمد جميل «خوشحال» او د کانال امارتي شرکت وياند سید همايون «غريبمل» په شتون کې د اوبولګولو تخنیکي ساتنې او څارنې امر انجنير ګل احمد، د ۴ ګونو فارمونو د اوبخور مسوولینو «مديرانو» او میرابانو سره وکتل.
د غونډې په ترڅ کې، رییس محمدي د دوي ستونزې او سالمې غوښتنې واوریدې. اړونده مسوولینو ته یې د کانال د لوی نهر اوبو په منظم وېش، عدالت او انصاف رعایتولو او د اصولو نه په کار اخیستنې ټینګار وکړ. 
همدارنګه یې مسوولینو ته د خپلسریو مخنیوي، د خپلسريو واټرپمپونو او جنراتورونو د کارولو د بندولو او غېرې پلاني بلونو د منظم کولو په موخه د کوټلو ګامونو پورته کولو هدایت او سپارښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت