میدان وردګو کې ۵۸زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو لړۍ پیل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۴
میدان وردګو کې ۵۸زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو لړۍ پیل شوه 

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان اف اې او په مالي ملاتړ، د پي پي آر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین تطبیق کمپاین پیل کړ.
د یاد کمپاین له لارې به د دغه ولایت د کوچیانو او ځایي مالدارانو شاوخوا ۵۸زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د پي پي ار تاعون ناروغۍ ضد واکسین تطبیق شي. دا لړۍ په چک، مرکز، سیدآباد، دایمیرداد، نرخ، جلریز، حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې عملي کېږي.
یاده ناروغي هرکال د دې ولایت زرګونه څاروي له منځه وړي، چې د دې کمپاین په تطبیق سره به د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي. د همدې لپاره، د کرنې ریاست یاد کمپاین پيل کړی، ترڅو د میدان وردګو مالداران له دې زیان څخه خوندي پاتې شي.
د یادولو وړ ده، چې د واکسین کمپاین چارې د کرنې ریاست د مسلکي ټیم لخوا څارل کېږي، ترڅو د کوچیانو او ځایي مالدارانو څارویو ته په سمه او معیاري بڼه واکسین تطبیق او ټولو اړوندو سیمو ته لازم خدمات ورسول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

بازگشت