میدان وردګو کې پر ۵۶۹ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۴۳
میدان وردګو کې پر ۵۶۹ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول

۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې پراختیا صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۵۶۹ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې پر یادو مالدارانو د شړمبو جوړولو ۳۳۳ ماشینونه، د پنیر جوړولو ۱۶۳ ماشینونه او ۷۳ د کورتو جوړولو بکسي  شامل دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست په خبره د شېدو د پروسس د ماشینونو د وېش موخه د نوي ټکنالوجۍ ترویج،  د شېدو پاکوالي ښه مراعتول، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د باکیفیته حیواني محصولاتو په موخه ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت