میدان وردګو کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۴
میدان وردګو کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد 

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او میدان وردګو والي او یوشمېر نورو چارواکو له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر، چې څه موده وړاندې میدان وردګو  په ولایت کې پیل شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. په دې لړ کې په میدان وردګو ولایت کې ۱۲۰۰ تنه اړمن راستنانه شوي هېوادوال د خوراکي غنمو او نغدو پیسو له مرستو برخمن شول.
دغه بهیر د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړوندو ادارو سره په بشپړې همغږۍ، منظم پلان، بشپړ شفافیت او عادلانه ډول عملي شو، تر څو مرستې رښتینو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
یاد انساني او خیریه اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري تطبیق شو. د دې پروسې پر مهال په میدان وردګو ولایت کې ۱۲۰۰ تنه راستنه شوي اړمن هېوادوال د مرستو مستحق وپېژندل شول.
د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، هرې کورنۍ ته پنځه زره  افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه خوراکي غنم ورکړل شول. د مرستو د وېش چارې د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست او د اړوندو ادارو په همکارۍ او د منظم میکانېزم له مخې، په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوې.


پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده بازگشته از مهاجرت در میدان وردگ
۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های بازگشته از مهاجرت که مدتی پیش در ولایت میدان وردگ آغاز شده بود، با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، والی میدان وردگ و شماری از مسئولان دیگر با موفقیت به پایان رسید. در این برنامه، ۱۲۰۰ خانواده نیازمند بازگشته از مهاجرت در ولایت میدان وردگ از کمک‌های گندم خوراکی و پول نقد بهره‌مند شدند.
این روند از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردگ با هماهنگی کامل ادارات مربوطه، بر اساس یک برنامه منظم، با شفافیت کامل و به‌گونه عادلانه تطبیق شد تا کمک‌ها به خانواده‌های واقعی و مستحق برسد.
این اقدام بشردوستانه و خیریه بر اساس حکم ویژه، لطف و شفقت امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری عملی گردید. در جریان این روند، در ولایت میدان وردگ ۱۲۰۰ خانواده نیازمند بازگشته از مهاجرت به‌عنوان مستحق کمک‌ها شناسایی شدند.
به‌منظور تأمین نیازهای اولیه این خانواده‌ها، برای هر خانواده پنج هزار افغانی پول نقد و ۲۵۰ کیلوگرام گندم خوراکی توزیع گردید. روند توزیع کمک‌ها از سوی ریاست زراعت ولایت میدان وردگ با همکاری ادارات مربوطه و بر اساس میکانیزم منظم، به‌گونه شفاف و عادلانه انجام شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت