میدان وردګو ولایت کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۵:۳۲
میدان وردګو ولایت کې یوشمېر بڼوال وروزل شول


۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې رېښې (Root of peace) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت یوشمېر بڼوال د بڼوالۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.
د چارواکو په خبره په دې روزنیز پروګرام کې د باکیفیته مېوو تولید او د ژمنیو افتونو دکنټرول په موخه ۲۵ بڼوال روزل شوي دي.
په دې روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د درملو جوړول لکه د (یوریا اسپرې د ژمني تېلو اسپرې ،بورډیکس مکسچر،بورد فیست،بورډیکست پینت) په هکله لازې لارښوونې وشوې.
د پروګرام په پای کې په یادو بڼوالو د بڼوالۍ اړوند توکي هم ووېشل شول.
باید وویل شوي، چې ددې روزنیز پروګرام بڼوال د هغو ۶۸ بڼوالو په ډله کې ده، چې د همدې مؤسسې له خوا په (مرکز، نرخ  او جلریز) ولسوالیو کې ورته ۱۴۴ جریبه بېلابېل مثمر بڼونه جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت