میدان وردګو ولایت کې پر۸۰۰۰ بزګرانو د غنمو او سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۸:۱
میدان وردګو ولایت کې پر۸۰۰۰ بزګرانو د غنمو او سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي


۲۶ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (اف.ای.او) په مالي او د مسلکي روزني او بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د « خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې» له لارې ۸۰۰۰ بزګرانو او کروندګرو سره د غنمو او سبو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کوي.
دغه پروژې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او دغه راز د سیدآباد، جغتو، چک، نرخ او جلریز ولسوالیو کې پلي کېږي.
ددغو پروژو په ترڅ کې پر هر یوه بزګر ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخمونه، ۵۰ کیلو ګرامه یوریا او ۵۰ کیلوګرامه ډی.ای.پي سرې وېشل کېږي.
دغه راز په پام کې ده، چې د یادې ادارې له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ،بهسود، حصه اول بهسود، جلریز، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې پر ۵۰۰۰ بزګرانو د بېلابېلو سبو اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي،
ددغو مرستو موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.
باید وویل شي، چې تېرکال هم د یادې ادارې له خوا پر ۸۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت