میدان وردګو ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۰:۶
میدان وردګو ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د يو شمېر ولايتونو تر څنګ میدان وردګو ولایت کې هم د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې چی د کرنې وزارت لخوا په لاره اچول شوی د اراضۍ ادارې د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون، د ميدان وردګو والي او د دغه ولايت د مختلفو څانګو مسؤلينو په شتون کې د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراادآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د میدان وردګو ولایت مسؤلينو په یاد ولايت کې ددغه کار د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او آبادی په برخه کې ښه ګام وباله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت