مولوی صدر اعظم عثماني ته د مالدارۍ ځنځیري ارزښت دپروژې راپور ورکول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۶ - ۲۱:۴۴
مولوی صدر اعظم عثماني ته د مالدارۍ ځنځیري ارزښت دپروژې راپور ورکول

د مالدارۍ ځنځیري ارزښت د پروژې(HVCP) چارواکو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم‌عثماني ته د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې د دوو نورو کلونو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام خبر ورکړل.
 ياده پروژه د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې د مالدارانو او بزګرانو د ملاتړ، د لبنیاتو د پروسس فابریکې جوړول، کب روزنې، د څارویو خوراکي توکو مرسته، د شاتو تولید او پروسس او د چرګانو پالنې فارمونو جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.
ددې پروژې یو چارواکی نصیراحمدامیرخېل وویل، چې د دوی له فعالیتونو څخه په ټولیزه توګه ٥٥زره او ٨٧٨ مالداران او ٩٧٧٤ متشبثین برخمن شوي دي. دغه راز د دغو فعالیتونو په ترڅ کې ٥٧٠٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 ددې پروژې تمویل کوونکی د امریکا متحده ایالاتو پراختيايي اداره(USAID) ده، چې مالي بودیجه یې تر دوو نورو کلونو پورې هم تصویب شوی او فعالیتونه یې تر ٢٠٢٥ کال پورې ادامه پیدا کوي.
په دې غونډه کې مولوی صدارعظم عثماني د دوی د تېرو فعالیتونو څخه مننه او قدرداني وکړه او د دې پروژې چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د یادې پروژې د دوو راتلونکو کالو پر تفصيلي پلان دې کار وکړي او راتلونکی غونډې ته دې وړاندې کړي.
 ښاغلی صدر اعظم وویل:" بزګران او مالداران په مستقیمه توګه باید ستاسو له مرستو برخمن شي، ترڅو د دوی په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي، راتلونکي غونډې ته د خپل راتلونکي دوو کلونو پلان وړاندې کړئ، چې تاسو کومې کړنې ترسره کوئ، دکرنې وزارت په هر حال کې له تاسو سره همکار دی.".

گزارش دهی پروژه زنجیره ارزش مالداری به مولوی صدراعظم‌عثمانی
۵ سرطان ۱۴۰۲هـ.ش
مسوولان پروژه زنجیره ارزش مالداری (HVCP) گزارش دستاوردهای خویش را به مولوی صدراعظم‌عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ارائه نموده و از ادامه فعالیت‌های شان برای دو سال آینده خبر دادند.
این پروژه در بخش‌های حمایت از مالداران، دهقانان، ساخت فابریکه‌های پروسس لبنیات، ماهی‌پروری، کمک خوراکه حیوانی، پروسس و تولید عسل، ایجاد فارم‌های مرغ‌پروری در ۳۴ ولایت افغانستان فعالیت می‌کند.
نصیراحمدامیرخیل یک تن از مسوولان این پروژه گفت که از فعالیت‌های ایشان در مجموع به تعداد ۵۵ هزارو۸۷۹ مالدار و ۹۷۷۴ مشتبث مستفیده شده‌اند. همچنان در جریان فعالیت‌های برای حدود  ۵۷۰۰ تن زمینه مصروفیت مساعد شده است.
تمویل کننده این پروژه برنامه‌های توسعه‌ای ایالات متحده آمریکا (USAID)  می‌باشد و برای دو سال آینده بودجه مالی شان نیز تصویب شده و تا سال ۲۰۲۵ فعالیت شان ادامه خواهد داشت.
مولوی صدارعظم عثمانی از فعالیت‌های گذشته شان اظهار سپاسگزاری نموده و به مسوولان این پروژه هدایت داد تا در قسمت تهیه پلان تفصیلی دو سال آینده کار نموده و در جلسه بعدی آن را ارائه نمایند.
آقای صداعظم گفت:" بهتر است که از کمک‌های شما بیشتر دهقانان و مالداران بصورت مستقیم مستفید  شوند تا در زندگی‌شان تغییر مثبت بیاید، در جلسه بعدی پلان دو سال آینده خویش را بیاورید که چه می‌کنید، وزارت زراعت در هر حالت همکاری شما می‌باشد".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت