ملت ته د دولت د حساب ورکونې له برنامې څخه د ارزونې په راپور کې د وزارتونو ترمنځ د کرنې وزارت لومړی ځای خپل کړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۶:۰
ملت ته د دولت د حساب ورکونې له برنامې څخه د ارزونې په راپور کې د وزارتونو ترمنځ د کرنې وزارت لومړی ځای خپل کړ

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د ۱۳۹۹یم کال ملت ته د دولت حساب ورکولو برنامې څخه اطلاعاتو ته د لاس رسی کمېسیون د ارزونې تحلیلي راپور کې د ټولو وزارتونو ترمنځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړی ځای او د بودیجوي واحدونو ترمنځ دویم ځای خپل کړی دی.
د هغه راپور پراساس، چې ملت ته د دولت حساب ورکونې له برنامې څخه اطلاعاتو ته د لاس رسی کمېسیون له خوا چمتو شوې ده ښيي، چې د ټولو وزارتونو ترمنځ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ټول هغه شاخصونه، چې ددې کمېسیون له خوا په پام کې نیول شوې وه د ۱۳۹۹یم کال ملت ته د دولت حساب ورکونې په برنامه کې رعایت شوي دي.
په دې راپور کې د کرنې وزارت له خوا د رعایت شویو شاخصونو شمېر ۸۱ سلنې ته رسېږي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون وایي، چې ملت ته د دولت د حساب ورکولو برنامه د ۱۳۹۸ یم کال د سلواغې له لومړی نېټې څخه پیل او د ۱۳۹۹یم کال د کب تر ۱۸ نېټې پورې دوام درلود، ۶۴ وزارتونه، خپلواکې ادارې او ریاستونه، ستره محکمه، د ملي شورا دواړه مجلسونه او لویې څارنوالی په کې ګډون درلود.
اطلاعاتو ته د لاس رسی کمېسیون په خپل راپور کې ښکلی دی، چې ملت ته د دولت حساب ورکولو برنامې لپاره یې ۱۱ شاخصونه په پام کې نیولي وه او د خپلو موندنو تر ارزونې وروسته ټولې ادارې یې په درو ډلو وېشلي دي.
هغه ادارې، چې د خپل حساب ورکونې د راپور په وړاندې کولو کې څه باندې ۷۰ سلنه شاخصونه یې رعایت کړي وو، په لومړي ځای، هغه بنسټونه چې له ۵۰ تر ۶۹ سلنه شاخصونه یې په پام کې نیولې وې، په دویم ځای او هغه ادارې، چې له ۵۰ سلنې ټیټه شاخصونه یې رعایت کړي و د ضعیفو نهادونو په ډله کې شمېرل شوي دي.
دکرنې وزارت وزارتونو ترمنځ تر ټولو لوړ امتیاز لري، چې ۸۱ سلنه شاخصونه یې رعایت کړی دی او د وزارتونو د نومړل په سر کې ځای لري.
د ۱۳۹۹یم کال ملت ته د دولت حساب ورکونې په برنامه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ګډون درلود او په کنفرانس کې ددې وزارت د ټولو لاسته راوړنو او د ۱۴۰۰ام کال د برنامو په هکله یې مالومات وړاندې کړل.
ښاغلی احدي دغه راز په دې کنفرانس کې د خبریالانو او د نورو ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغه راز د خپل وبپاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې هم په منظمه توګه د خپلو برنامو او کړنو راپورونه له خلکو سره شریکوي.

سندونه

gzarsh_thlyly_nzart_kmysywn_dstrsy_bh_atlaat_az_brnamhy_hsabdhy_dwlt_bh_mlt_1399.pdf

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت