مالي او اداري معینیت خپل تر چتر لاندې ریاستونو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۶:۳۶
مالي او اداري معینیت خپل تر چتر لاندې ریاستونو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په رهبرۍ او ددې معینیت تر چتر لاندې رییسانو په شتون کې دکرنې په وزارت کې د همغږۍ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو مالي موضوعاتو، د نوې کال لپاره پر پلانونو، له حده زیات د برېښنا لګولومخنیوی او تنظیم یې، د روان کال او نوې کال بودیجې، دکرنې وزارت د پورونو راټولول، د چارو انسجام او دغلو دانو د پېرلو پر طرحې خبرې اترې وشوې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د ۱۴۰۱ ام کال د بودیجي پر لګولو د ټینګار ترڅنګ د مالي او حسابي او دغه راز د تدارکاتو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې د اړتیاوو د پوره کولو او د بودیجي د لګولو په پار دې اړینې اسانتیاوې رامنځته او د اړتیاوو پوره کولو او د بودیجې د لګولو په پار دې اغېزناکې او ساده لارې چارې تر لاس لاندې ونیسي.
په همدې حال کې، دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې وزارت مالي او حسابي ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې په مرکز او ولایتونو کې له ټولو شخصي او دولتي بنسټونو څخه چې ددې وزارت پور ورباندې دې پورنه راټول او د ولایتونو دکرنې ریاستونو په همغږۍ دې د ولایتي پورونو د راټولولو په پار لاس په کار شي.
دغه راز دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال اداري ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې دکرنې وزارت د داخلي برېښنا لګولو د تنظیم په پار دې یوه ځانګړې کمېټه وګماري ترڅو له دفترونو څخه نظارت وکړي.

جلسه هماهنگی معینیت مالی و اداری با ریاست‌های تحث اثر آن برگزار شد
۲۷ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه اداری و هماهنگی معینیت مالی و اداری به رهبری مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با اشتراک رییسان تحث اثر این معینیت در وزارت زراعت برگزار گردید.
در این جلسه روی موضوعات مختلف مالی، پلان‌ها برای سال جدید، جلوگیری از مصارف بیش از حد برق و تنظیم آن، مصارف بودیجه سال جاری، جمع آوری قرضه‌های وزارت زراعت، انسجام عواید و طرح خریداری غله جات بحث شد.
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تاکید بر مصرف بودیجه سال ۱۴۰۱ به ریاست‌های مالی و حسابی و تدارکات هدایت داد تا تسهیلات لازم را جهت تکمیل نیازمندی‌ها و مصرف بودیجه فراهم نمایند و راهکار های ساده و موثری را جهت تکمیل نیازمندی‌ها و مصرف بودیجه در پیش گیرند.
در همین حال معین مالی و اداری را ریاست مالی و حسابی وزارت زارعت هدایت داد تا تمام قرضه‌های که وزارت زراعت بالای نهادهای شخصی و یا دولتی دارد در مرکز و ولایت جمع آوری نمایند و در بخش جمع آوری قرضه های ولایتی در هماهنگی با ریاست ‌های زراعت ولایت اقدام نمایند.
همچنان معین مالی و اداری  وزارت زراعت به ریاست اداری هدایت داد تا یک کمیته مشخص را به منظور تنظیم مصارف برق دفاتر داخلی وازارت زراعت توظیف نمایند و از دفاتر نظارت نمایند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت