لوګر کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۱۴
54645

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ په دې ولایت کې د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي کمپاین پیل کړی دی.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې د دغه کمپاین په لړ کې به د لوګر ولایت مرکز پُل علم، برکي برک او محمدآغې ولسوالۍ زرګونه څاروي، غوجلې او د څارویو پېر- پلور ځایونه دواپاشي شي.
دوی زیاته کړه، چې دا پروګرام د سیمه ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته پليکېږي، چې ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه، او د حفظ الصحې اړوند وسایل برابر شوي، تر څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي. 
د لوګر د کرنې ریاست رهبرۍ د انسانانو خوندیتوب او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه دا ډول کمپاینونه ګټور بولي او نورو ولسوالیو ته یي د غځولو غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت