لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۳:۲
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د  لوګر ولایت د کرنې رییس او د تخنیکي پلاوي غړي مشر مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې، د امارت د قضایاوو آمر مولوی شفیع الله او د کدستر عمومي مدیر انجنیر امین الله صدیقي یې ملتیا کوله د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالی اوبازک سیمې ته سفر وکړ.
 ددې سفر موخه په دې سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول ودي، چې په ترڅ کې یې د سنګ سراخ په سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
باید وویل شي، چې لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت