لوګر کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۳
لوګر کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

۱۷ کب ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د «زرغون لوګر» په نوم د نیالګیو اېښودو کمپاین د شنبې په ورځ پیل شوی دی، چې یوه اوونۍ به دوام ولري.
یاد کمپاین د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي او دیاد ولایت د یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو په ګډون د لوګر ولایت د پوهنتون له انګړ څخه پیل شو.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د دې کمپاین په پیل کې وویل، چې سږ کال به د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۲۰۰ زره مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېښودل شي.
ښاغلی رحیمي وویل: «هڅه مو داده، چې د نورو برخو ترڅنګ د لوګر ولایت ښکلا او زرغونتیا ته هم ډېره پاملرنه وکړو.»
نوموړي د لوګر له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې له غړیو وغوښتل چې، د خپل هېوا د زرغونتیا لپاره له دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي، ترڅو یو اباد او ښېرازه ولایت ولرو.
په همدې حال کې د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي، چې ددې ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د نیالیګو اېښودو کمپاین پیل شوی دی. دوي وایي چې د لوګر ولایت اوسېدونکي د دغه کمپاین هرکلۍ او ملاتړ کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

بازگشت