لوګر کې د مالدارۍ د پراختیا او اصلاح په پار هڅې

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۶:۲۸
لوګر کې د مالدارۍ د پراختیا او اصلاح په پار هڅې

۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مالدارۍ د پراختیا او اصلاح په پار هڅې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د مصنوعي القاح له لارې ددې ولایت د محلي او نیمه محلي غواوو نسلونه اصلاح کوي.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د مصنوعي القاح له لارې د سیمه ییزو او نیمه سیمه ییزو غواوو نسل د اصلاح په حال کې ده، چې دغواوو د نسل په اصلاح سره حیواني محصولات زیاتېږي او د مالدارۍ د ودې لامل کېږي.
د اصلاح شوي نسل غواوې د سیمه ییزو غواوو په پرتله درې تر څلور برابره زیات شېدې ورکوي او د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ ليټره شېدې ورکوي، په داسې حال کې چې د سیمه ییزو نسلونو د غواوو ورځنی شېدې درې تر څلور لیټرو ته رسېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۳
Background image

ننګرهار کې له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌آرسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

کرنې وزارت کې د لبنیاتو د صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لبنیاتو له صنعت‌کارانو څخه د ملاتړ او د دغو محصولاتو د پلور وضعیت د ښه والي په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۸
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د پروویل پروژې له چارواکو او همکارو مؤسسو سره وکتل

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغان اېډ مؤسسې د پروویل پروژې د مسؤل او د همکارو مؤسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د. . .

بازگشت