لوګر کې د شاتو مچیو یوشمېر روزونکو سره مرستې وشوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۲:۵۵
لوګر کې د شاتو مچیو یوشمېر روزونکو سره مرستې وشوې


د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې «DAI» له لارې د دې ولایت ۳۰ تنه د شاتو مچیو روزنکو ته د روزنې ترڅنګ د شاتو مچیو روزنې اړوند اړینې مرستې کړي دي.
د دغو مرستو په وېش غونډه کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي ترڅنګ د ولایت مقام دفتر رییس مولوی میرویس وحیدالله اود مالدارۍ آمر داکتر خانشرین خسروی ګډون کړی وو.
د چارواکو په خبره د شاتو مچیو دغو روزونکو ته د شاتو مچیو د افتونو او ناروغیو د کنټرول روزنیز پروګرام ترڅنګ په پروګرام کې د شاتو مچیو یادو روزونکو ته تخنیکي کېټ چې په کې موم، دستکشې پولینټر، د دانو لوښې او د مچیو د ساتنې ځانګړې جامې په کې شامل وی وېشلي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د شاتو مچیو صتعت ته پراختیا ورکول او د شاتو مچیو ټولنو د غړو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت