لوګر کې دکرنیزو محصولاتو نندارتون په لاره واچول شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۹:۵۳
نمایشگاه محصولات زراعتی در ولایت لوگر برگزار شد


۲۴ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر، د لوګر والي، دولتي چارواکو، سوداګرو، دکرنې ریاست کارکوونکو او یوشمېر بزګرانو په ګډون سره د لوګر په ولایت کې دکرنیزو محصولاتو نندارتون په لاره واچول شوه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري، چې ددې نندارتون پرانیست غونډه کې ګډون کړی و وویل: «خوښ یو، چې له کلونو جنګ او جګړې وروسته د امن، ورورولۍ او سولې په فضا کې د خپلو کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره جشن نیسو، کرنه اومالدارۍ د هېواد د اقتصاد د ملاتیر دي، موږ د خپلو بزګرانو او مالدارانو ملاتړ ته ژمن یو.» 
په همدې حال کې، د لوګر دکرنې رییس د یاد ولایت دکرنې ریاست یو کلن کړنې بیان کړل او ویې ویل: «د یوکال په ترڅ کې، موږ د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو ۱۷۳ کیلومتره سړکونه جغل اچونه کړې، کاریزونه مو پاک کړي دي، د عشر او ذکاتو له لارې مو څه باندې درې میلیونه افغانۍ راټول کړي دي.»
هاشمي زیاته کړه؛ د څه باندې ۲۱ زره څارویو درملنه، د بېکیفیته درملو راټولول، د حیواني ناروغیو ټسټ، د چرګانو قطعاتو وېشل، د پیله وری روزنه او د کرنې او مالدارۍ برخو څخه نظارت د مالدارۍ په برخه کې ددې ریاست کړنې دي.
هغه زیاته کړه: «په دې ولایت کې نږدې ۳۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي، څه باندې ۲۳۲ جریبه مثمر بڼونه احداث شوي دي، ۱۰۰ شنې خونې جوړې شوي دي، مثمر او غیر مثمر نیالګي وېشل شوي دي او د نباتي ناروغیو پر وړاندې مبارزه ترسره شوې ده.»
د لوګر ولایت د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، او د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل عواید ترلاسه کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت