لوګر کې دڅارویو د روغتیایي خدمتونو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۲:۲۴
لوګر کې دڅارویو د روغتیایي خدمتونو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۱۵ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دلوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍڅانګې دڅارویو د روغتیایي خدمتونو دوړاندې کوونکو لپاره دغواګانو دمصنوعي القاح اړونده روزنیز پروګرام جوړ شوی.
د پروګرام پیل غونډه کې دلوګر  دکرنې او مالدارۍ رييس سربېره د مالداری څانګې آمر، د مرکز پل علم اوشپږو ولسوالیو دڅارویو د روغتیایي خدمتونو کارکوونکو اود خالد حیواني  اوتشخیصیه کلینیک مسؤولینو ګډون کړی وو.
د لوګر د کرنې رييس دخبرو په لړکې له ګډونوالو وغوښتل ترڅو دڅارویو لرونکو لاسنیوی وکړي او په خپله څانګه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، د مالدارۍ څانګې آمر د روغتیایي خدمتونو کارونکوته زیاته کړه چې مصنوعی القاح ته وده ورکړی او په کلیو او بانډو کې یې مروج کړئ.
له دغه روزنیز جوړ شوی پروګرام څخه موخه زیات تولید لاسته راوړل او د اقتصادي کچې لوړوالۍ ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت