لوګر: د اضطراري کمېټې ګډه ناسته دائره شوه
۱۳ زمری ۱۴۰۱ه.ش
۶ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې د لوګر د کرنې ریاست په مقام کې د کرنې رييس مولوی سيد امين هاشمي په مشرۍ د بېړنۍ کمېټې غړو ناسته ترسره شوه.
د ناستې یواځنۍ موخه په دغه ولایت کی د ورستیو راغلو سېلابونو له امله ځایي خلکوته د رسېدلو زیانونو سروی کول وو تر څو هغه سيمې چې په کې سېلابونه راوتلي مشخص شي.
په دې ناسته کې د سېلابونو مخنیوی لپاره د حل لارې چارې ولټول شول او په پایله کې د وروستنیو اجراتو لپاره ګډه کمېټه تشکیل او توظیف شوه.
