لغمان کې ۱۷۶ مالدارانو ته د څارویو متراکم خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۸
لغمان کې ۱۷۶ مالدارانو ته د څارویو متراکم خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د نه انلوس همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار ۱۷۶ مالدارو کورنیو ته د څارویو د متراکم خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه.
یاده لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په لارښوونه، د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده او د یادې مؤسسې د ولایتي استازي ډاکټر ستار رحیمي له لوري، څو مستحقو کورنیو ته د مرستو په سپارلو سره رسماً پرانیستل شوه.
د لغمان د کرنې ریاست د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمر ډاکټرجوادالله علیزاده وویل: «دا مرسته چې د مهترلام ښار ۱۷۶ کورنیو ته ځانګړې شوې ده، هرې کورنۍ ته پکې ۱۰۰ کیلوګرامه کنجاړه او ۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي».
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ سکتور پراختیا ده. هغه د یادې مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول مرستې دوام ومومي او لا پراخې شي.
د یادونې وړ ده، چې دا خوراکي او نغدي مرستې هغو کورنیو ته ورکړل شوې دي، چې څو میاشتې وړاندې ورته د شېدو غواګانې هم وېشل شوې وې.


آغاز روند توزیع خوراکه‌های متراکم حیوانی و کمک‌های نقدی برای ۱۷۶ مالدار در لغمان
۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان، با حمایت مالی مؤسسه همکار «نه انلوس»، روند توزیع خوراکه‌های متراکم حیوانی و کمک‌های نقدی برای ۱۷۶ خانواده مالدار در شهر مهترلام آغاز شد.
این روند به هدایت مولوی سلیمان ایمن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری لغمان، با حضور داکتر جوادالله علیزاده آمر مالداری و صحت حیوانی و داکتر ستار رحیمی نماینده ولایتی مؤسسه یادشده، با سپردن کمک‌ها به شماری از خانواده‌های مستحق، رسماً افتتاح گردید.
داکتر جوادالله علیزاده آمر مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت لغمان گفت: «این کمک‌ها برای ۱۷۶ خانواده در شهر مهترلام در نظر گرفته شده است که به هر خانواده ۱۰۰ کیلوگرام کنجاره و ۷۰۰ افغانی پول نقد توزیع می‌گردد.»
وی افزود که هدف این برنامه، حمایت از مالداران نیازمند، تقویت وضعیت اقتصادی آنان و توسعه سکتور مالداری می‌باشد. او همچنان از همکاری مؤسسه یادشده قدردانی نموده و ابراز امیدواری کرد که این‌گونه کمک‌ها ادامه یافته و گسترش یابد.
قابل ذکر است که این کمک‌های خوراکی و نقدی به خانواده‌هایی توزیع شده است که چند ماه پیش نیز برای آنان گاوهای شیری توزیع گردیده بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت