لغمان کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۰:۱۱
لغمان کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت مرکز مهترلام پر۳۶۰ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي.
د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد د یادې مرستندویه مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب زیاته کړه کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شي، چې د دې پروسې په لړ کې پر هر مالدار د څاریو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوی دی.
په لغمان کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوۍ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.
هیره دی نوی یادی مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې له دې وړاندې هم ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې مالدارانو ته دغه شان مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

بازگشت