لغمان کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د کرنیزو توکو د وېش لړۍ پیل شوی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۱:۳۱
لغمان کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د کرنیزو توکو د وېش لړۍ پیل شوی

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «Action Aid» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ د علیشنګ او دولتشاه ولسوالیو پر ۱۵۰۰ بزګرانو د شپږ ډوله کرنیزو وسایلو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن له یادو همکارو مؤسسو څخه د دغو مرستو د برابرولو په پآر د مننې ترڅنګ په راتلونکې کې د لازیاتو اغېزناکو پروژو د پلي کولو غوښتونکی شو او بزګرانو ته د هغوی د حقونو پر سپارلو ټینګار وکړ.
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په لړ کې پر یادو بزګرانو «کشک، لور، کولنګ، اب پاش او دوه ډوله بیلچې» د کرنیزو فعالیتونو د ښه ترسره کولو لپاره  وېشل کېږي. 
د لغمان ولایت څه باندې ۸۵ سلنه وګړو ژوند په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د ځمکو  د کموالي او وړوکوالي له امله یې ژوند له اقتصادي پلوه له ستونزو او مشکلاتو سره مخ ده، په همدی اساس د لغمان دکرنې ریاست تل هڅه کوي، چې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په موخه ارزښت لرونکي پروژي خپله او هم د همکارو مؤسساتو له لارې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت