لغمان کې نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷۶ کونډو او بې‌وزله مېرمنو ته د شیدو غواګانې ووېشل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۵
لغمان کې نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷۶ کونډو او بې‌وزله مېرمنو ته د شیدو غواګانې ووېشل شوې


۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د نه انلوس مؤسسې په مالي ملاتړ، د لغمان د مرکز مهترلام شپږو کلیو (پنج پای، شمټي، علي خېل، نوآباد، مذکوره او کرنج) کې ۱۷۶ کونډو او بې‌وزله مېرمنو ته د شیدو غواګانې ووېشل شوې.
د مرستو دا لړۍ د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني، د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، او د یادې مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه، او دلغمان والي او د یادو مشرانو له خوا څو مستحقو ته غواګانې عملاً وسپارل شوې.
د ویش پر مهال د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني وویل:«دا مرسته چې نږدې لس میلیونه افغانۍ ارزښت لري، د اړمنو کورنیو په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون راولي. له مستحقو مې غوښتنه دا ده، چې د دغو غواګانو ساتنې او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د دوامداره ګټې لامل شي.»
ورپسې، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «دا پروژه د کورني اقتصاد پیاوړتیا، لبنیاتو تولید زیاتوالي، او د مالدارۍ سکتور د پرمختګ لپاره طرحه شوې ده. د مستحقو کورنیو سروې له وړاندې بشپړه شوې وه، او دا مرسته هغو ته په هدفمند ډول ورسول شوه.»
نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به یادو مېرمنو ته د غواګانو لپاره حیواني خوراکه او روزنیز پروګرامونه هم برابر شي، تر څو د څارویو ساتنه مؤثره او پایدار وي.
د لغمان د کرنې ریاست ژمن دی، چې په کلیوالو سیمو کې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دا ډول ګټورې او پایدارې پروژو ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت