لغمان کې له ۳۰ بې‌وزلو کورنیو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۱۳
لغمان کې له ۳۰ بې‌وزلو کورنیو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د «اې.بۍ.ام» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالی له ۳۰ کونډو او بې‌وزلو مېرمنو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه.
د یادې مرستې د وېش مراسم د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د الیشنګ ولسوالی د ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د کرنې ریاست دمالدارۍ او څارویو دروغتیا آمر ډاکټرجوادالله علیزاده او اقتصاد ریاست استازي او د مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې ترسره شول.
په دې مرسته کې، د شېدو غواګانو تر څنګ هرې مستحقې کورنۍ ته سل ۱۰۰ کیلوګرامه کنجاړه او د شېدو د راټولولو، ساتنې او حفظ‌الصحې اړوند توکي هم ورکړل شول.
د دې مرستې اساسي موخه د کورني اقتصاد پیاوړتیا، د لبنیاتو تولید زیاتوالی او د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې په کلیوالي سیمو کې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دا ډول ګټورې او دوامدارې پروژې پلې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت