لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو ولسوالیو کې غټو څارویو ته د لمپي سکن (Lumpy Skin Disease)، یا د پوستکي د دانو ناروغۍ، پر وړاندې د واکسین د تطبیق چارې پیل شوې.
یاد پروګرام د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې استازو، ساحوي وترنر ډاکټرانو او د سیمې د یو شمېر مالدارانو په حضور کې پرانیستل شو.
د یاد پروګرام له مخې، د لغمان ولایت په ټولو ولسوالیو کې به ۱۷۰ زره غټو څارویو، په ځانګړي ډول غواګانو او مېښو، ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین تطبیق شي.
د دغه پروګرام د تطبیق موخه د څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ مخنیوی، د حیواني محصولاتو زیاتوالی، د څارویو د مړینې کچې راکمول او د مالدارانو د عوایدو لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په لغمان ولایت کې نږدې سل زره څارویو ته د چیچک واکسین او د داخلي پرازیتونو د له منځه وړلو پروګرامونه پلي شوي دي.


در لغمان کمپاین واکسیناسیون صدها هزار حیوان در برابر بیماری لمپی‌اسکین آغاز شد
۳۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان و با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، روند تطبیق واکسین در برابر بیماری لمپی‌اسکین (Lumpy Skin Disease) یا بیماری «دانه‌های پوستی» برای حیوانات بزرگ در تمامی ولسوالی‌های این ولایت آغاز شد.
این برنامه با حضور داکتر جوادالله علیزاده، آمر مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان، نمایندگان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، داکتران وترنر ساحوی و شماری از مالداران محل افتتاح شد.
براساس این برنامه، در تمامی ولسوالی‌های ولایت لغمان برای ۱۷۰ هزار رأس حیوانات بزرگ، به‌ویژه گاو و گاومیش، واکسین بیماری دانه‌های پوستی تطبیق خواهد شد.
هدف از اجرای این برنامه، جلوگیری از شیوع بیماری لمپی‌اسکین در میان حیوانات، افزایش تولیدات حیوانی، کاهش میزان مرگ‌ومیر حیوانات و افزایش عواید مالداران عنوان شده است.
گفتنی است که پیش از این نیز در ولایت لغمان برنامه‌های واکسیناسیون بیماری چیچک و مبارزه با انگل‌های داخلی حیوانات برای نزدیک به ۱۰۰ هزار رأس حیوان تطبیق شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت