لغمان کې د کوچیانو پر څارویو د داخلي پرازیت ضد درملو د تطبیق لړۍ پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۷ - ۱۱:۵۲
لغمان کې د کوچیانو پر څارویو د داخلي پرازیت ضد درملو د تطبیق لړۍ پیل شو

۷ زمری ۱۳۹۸
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د « DCA » موسسې په همکارۍ د دې ولایت د یو شمېر مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د پرازیت ضد درملو د پلي کولو لړۍ پیل پیل شوی دی. د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې په دې لړۍ کې د کوچیانو د مالونو د خوندي کولو په پار د داخلي پرازیت ضد نږدې ۲۰ زره ډوزه درمل ورکول کیږي ترڅو په همدې شمېر څاروي له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي.
دغه درمل د لغمان د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د « DCA » موسسې له خوا چمتو شوې ده ترڅو د څارویو د خوندیتابه کچه لوړه کړي.
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد کمپاین په پلي کېدو سره له یوې خوا د څاریو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت