لغمان کې د کرنیزو توکو د بازارموندنې مرکز جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۴۸
لغمان کې د کرنیزو توکو د بازارموندنې مرکز جوړېږي

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ سیمه کې د کرنیزو توکو ټولولو او بازارموندنې د مرکز د بنسټ ډبره، په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیالې برښنا ساپۍ او ددې ولایت د یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې کېښودل شوه.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد مرکز د ګډوالو نړیوالې ادارې «IOM» د «RADA» برنامې له خوا د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
ددې مرکز په جوړېدو سره به د بزګرانو کرنیزو توکو ته بازار موندنه او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابره شي. دغه راز د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته او زیات شمېر خلک به ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۳۸
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو  دحل په موخه د یوشمېر ولسوالیو له مسوولینو سره ناسته وشوه

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د کرنیزو خدمتونو امر انجینر غافر الله کانوال په ملتیا د لعلپورې او مهمندرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۹
Background image

د بلخ ولایت دهدادي کرنیز څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالی د کرنیزو څېړنو په فارم کې د کروندې ورځې پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۵
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۱۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د. . .

بازگشت