لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۰:۵۷
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

٢١ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٥ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په خپل کاري دفترکې د لغمان مرکز کرنج اړوند د زرګرمالې، زیارت او دومیه کلیو له ولسونو سره د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي په پار ناسته وکړه.
 په دې ناسته کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن د نوموړې سیمې راغلو قومي مشرانو ته د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ارزښت بیان کړ.
ښاغلی محسن طبیعي ځنګلونه د هېواد ملي شتمني او له منځه وړل یې جرم وګڼل، هغه له قومي مشرانو څخه وغوښتل چې د خپلې اړوندې سیمې د ځنګلونو د پریکولو په مخنیوي کې قومي ناغو او هوکړه لیکونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.
 همداراز نوموړي راغلو قومي مشرانو ته په یادو کلیو کې د ځنګلونو د ساتنې او تنظیم لپاره د ځنګلدارۍ ټولنو د ایجاد خبره وکړه.
په ورته وخت کې راغلو قومي مشرانو د قومونو په استازولي د لغمان د کرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې ځنګلونه به نه قطع کوي او د سر غړونکو په پېژندلو کې به همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت