لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې څلور څلوېښتمه غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۷:۱۶
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې څلور څلوېښتمه غونډه دائره شوه


۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله څلور څلوېښتمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د پړوایي سيمې دالکوزي قوم په موضوع خبرې اترې وشوې، چې نوموړي قوم دعلي احمد خان په وارثوو یې دمرعه ځمکې دغصب دعوه کړې دیاد قوم دوسیه د محکمې له لوري تخنیکي پلاوی ته محول شوې وه.
دغه راز دقرغیو ولسوالی اړوند د کاکڅ سیمې د۵۰ جریبه ځمکې حبیب الله نومي اجاره دار سره تخنیکي پلاوی مسوولینو په داسې حال کې ولیدل چې دنوموړي مستاجر د تجارتي پلان مخنیوي کوونکي اشخاصو هم حضور درلوده او غونډې ته احضار شوي وو. په ورته مهال د ارزاقو مدیریت اړوند په قرغیو ولسوالۍ کې دګدام سنګي اووه جریبه اووه لس بسوې ځمکې دوسیه، اود سرخکانو د زنګوری خلکو په دوسیو بحث او خبرې وشوې چې دا دوسیې  دمحکمې له لوري د فیصلې کولو لپاره دغصب دمخنیوي تخنیکي هیئت ته محول شوې وې دڅیړنې څخه وروسته تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې نوموړې دوسیې دوباره دامارت دقضایاوو له طریقه محکمې ته راجع کړي چې ترڅو محکمه د نظر وړ مدعابها په اړه  دشخص اوامارت دقضایاو استازي ددعوي اودفاعی تر اواوریدو وروسته خپله شرعي اواصولي پریکړه وکړي.
 دغونډې په وروستیو کې د ډاکټر نورعلي د دوه بلند منزلو د ځمکې متصرفو اشخاصو ته د بلندمنزلو د ځمکی مالک په شتون کې د کورونو د نهایي براورد قیمت اندازه متصرفو اشخاصو ته واورول شو،او متصرفو اشخاصو د روان کال د جوزا میاشتې تر شلمې نیټې پورې مهلت وغوښته او د تخنیکي هیئت له خوا ورته مهلت  ورکړ شو چې ترڅو تر یادې نیټې پورې خپل کورونه تخلیه کړي او سیمه د ځمکې مالک ته ور پریږدي.  
باید وویل شي، چې د لغمان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۱۲
Background image

لغمان کې ۲۵۰ کورنیو ته د شېدو د پروسس توکو وېش لړۍ پیل شوه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، دملګر ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

روزګان کې پر څه باندې درې زره بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ د څه باندې درې زره مستحقو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۱۸
Background image

بلخ کې پر ۱۰۰ بزګرانو د شولو کرلو په پار مرسته ووېشل شوه

۱۳لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې په مرسته، د دې ولایت ۱۰۰ تنو بزګرانو ته د شولو د کرلو لپاره. . .

بازگشت