لغمان کې د پاچا جوی کانال د پاککارۍ چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۸:۴۸
لغمان کې د پاچا جوی کانال د پاککارۍ چارې پیل شوې

د لغمان د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې«یو،ان،ډي،پي» په مالي او د «سي،اې،ډبلیو،سي» مؤسسې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند ده د پاچای جوی کانال پاککارۍ چارې پیل کړي دي.
ددې پروژې په پیل غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن، د اقتصاد رییس مولوی جان محمد حامد، د «سي،اې،ډبلیو،سي» مؤسسې ولایتي مسوول، د سیمې قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړي ؤ.
دیادې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان دکرنې رییس په ټولو کورنیو او بهرنیو مؤسساتو او پانګولو غږ وکړ چې په لغمان کې امنیت بشپړ د ډاډ وړ دی، دوی کولای شي چې پروژې پلي کړي. 
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د یادې پروژې چارې د لغمان مرکز مهترلام ده بغلک کلي کلي څخه پیل شوی، چې په ترڅ کې یې د لس کیلومترو په اوږدوال د پاچا جوی کانال پاککاري کېږي.
د لغمان دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۲۵۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه خړوبه او سلګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال د پاککارۍ په چارو کې ۲۳۷ تنو ته د کار زمینه برابره شوي؛ چی  درې زره کورنۍ په نېغه او ۴۲۰۰ کورنۍ په نانېغه ډول ترې ګټه پورته کوي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په پاککارۍ خوښي وښوده او دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژې له مسولینو څخه مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت