لغمان کې د نیالګیو اېښودو په پسرلني کمپین کې لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۱:۳۱
لغمان کې د نیالګیو اېښودو په پسرلني کمپین کې لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

۹ کب ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې (HVCDSP) په همکارۍ په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو پسرلني کمپین پیل کړی دی، چې په ترڅ کې به یې د چهارمغزو، بادامو او خرماوو بڼونو ترڅنګ د سټروسو لسګونه جریبه بڼونه هم جوړېږي.
ددې کمپین په پیل غونډه کې د لغمان مرستیال والي پوهنوال خواجه محمد عصامي، د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې رییس فرید رائد او د لغمان دکرنې رییس محمدجمیل خوشحال او ددې ولایت یوشمېر نور سیمه ییزو چاراکو او مشران ګډون درولود.
د لغمان مرستیال والي پوهنوال خواجه محمد عصامي د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې اغېزناکې چارې تر سره کړي د ي.
ښاغلی عصامي وویل، چې په دې ولایت کې د بڼ جوړونې او بزګرانو او بڼوالو لپاره د لا ښه چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار دې لا زیاتې پاملرنه ووشي.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې رییس محمد جمیل خوشحال وویل، چې ددې کمپین په ترڅ کې به د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې (HVCDSP) له خوا د چاپېریال پاکوالي او اقتصادي پراختیا په موخه راتلونکی کال د چهارمغزو او بادامو بڼونه هم جوړېږي.
دغه راز د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې (HVCDSP) مشر فرید رائد په خپلو خبرو کې وویل، چې راتلونکی کال به د یادې پروژې له خوا په دې ولایت کې د سټروسو د ۵۰ جریبه بڼونو ترڅنګ د خرماوو بڼونه هم جوړ شي، چې د دې ولایت ولسونه ته اقتصادي او نورې زیاتې ګټې لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵
Background image

دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ دکرنې ریاست: بلخ ولسوالی کې د څارويو لپاره د چيچک واکسين تطبيق پيلېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اکټېډ دفتر په همکارۍ به د بلخ ولسوالی په کچه د څارويو د روغتیايي وضعیت د ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د خوست جوار سل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو. . .

بازگشت