لغمان کې د عضوي سرې د ۵۰ مرکزونو رغنيزو چارو څخه څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۲۷
لغمان کې د عضوي سرې د ۵۰ مرکزونو رغنيزو چارو څخه څارنه وشوه

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو په ولسوالی کې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په پار د عضوي سرې د ۵۰ مرکزونو د جوړلو رغنیزې چارې پیل کړې.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې دکمپوسټ جوړولو ۵۰  مرکزونه چې دقرغیو ولسوالی بزګرانو ته جوړېږي دکرنې او خوړو نړۍوال ادارې په مالي ملاتړ به یې چارې بشپړې شي چې په دې سره به یاد بزګران نباتي پاتي شوني او نورې اضافه خځلې په دغو کمپوسټ ځایونو کې اچوي او د څه مودې دتخمرعملیې څخه وروسته په عضوي سرې بدلیږي محمد زیاته کړه چې یو کمپوسټ مرکز څلورمتره اوږدوالی،ریونیم متر پلنوالۍ او یومتر ژوروالۍ لري.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د کرنې سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده  چې د یادې پروژې له طریقه بزګرانو ته د غله جاتو او سبو اصلاح شوي تخمونه  او کیمیاوي سري هم توزیع شویدي، او ددی ترڅنګ ۴۰۰ ښځینه بزګرانو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه یې فارمونه او ټولټال ۳۵۰ جریبه د ستروسو او شفتالو بڼونه هم ایجاد شویدي. 
د لغمان دکرنې ریاست په دوامداره بڼه هڅه کوي، چې د بزګرانو او مالدارانو د حاصلاتو د لوړوالي لپاره اغیزمنې او ګټورې پروژې پلي کړي، ترڅو یې حاصلات زیات او اقتصاد یې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۱
Background image

د وټرنر ډاکټرانو روزنیز پروګرام د پرانیستې په موخه پروان ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وټرنر ډاکټرانو. . .

بازگشت