لغمان کې د سویابینو ۲۰ننداريزې کروندې جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۲:۵۹
لغمان کې د سویابینو ۲۰ننداريزې کروندې جوړېږي

۱۷چنګاښ ۱۴۰۰
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولايت کې د سويابينو د کرکېلي پراختيا او ترويج په پار د سويابينو ۲۰ننداريزې کروندې جوړوي.
دلغمان دکرنې رييس انجنير محمد جميل خوشحال وايي، چې ددغو ننداريزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو ته د سويابينو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکړل شوي دي.
د ښاغلي خوشخال په خبره هر بزګر ته ۱۲کيلو ګرامه د سويابينو اصلاح شوي تخم، ۲۰ کيلو "DAP" او ۱۵ کيلو يوريا سره ورکړل شوي دي.
تر دې وړاندې هم  د لغمان د کرنې ریاست  په همکارۍ د لغماني کروندګرو له خوا په دې ولایت کې د سویابینوکرکېله شوې وه، چې  بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل.  څېړنو ښودلې چې لغمان ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.
د لغمان د کرنې ریاست  هڅه کوي، چې لغمان کې سویابین ترویج کړي او راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوی او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۵۳
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې پر ١٠٠ بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دعلېشیرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار کوز کنړ کې ۱۲۰ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې په همکارۍ، د کوز کنړ ولسوالی ۱۲۰ راستنېدونکو هېوادوالو، معیوبینو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۷
Background image

د کورنیو عایداتو او خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه؛  بلخکې ۷۶ اړمنو کورنیو ته د هګۍ لرونکو چرګانو وېش

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په کچه د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، ۷۶ اړمنو کورنیو ته د. . .

بازگشت