لغمان کې د امارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شویوځمکو دتثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوي نهمه غونډه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۱۶
لغمان کې د امارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شویوځمکو دتثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوي نهمه غونډه 

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د امارتي ځمکو دغصب دمخنیوي اوغصب شویو ځمکو دتثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوی غونډه  دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس  الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍدده په کاري دفترکې  ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا وکړه او دتېرې غونډې دتصویب په هکله یې دترسره شویو کړنو راپور وړاندې کړ او همدارنګه نوموړي د لغمان دبېلابېلو ادارو لکه معارف،ښاروالۍ، ښارجوړونې،ارشادحج او اوقافو اودېته ورته نورو ادارو غصب شوې ځمکې د تثبیت په موخه بحث ته وړاندې کړې. په ورته مهال تخنیکي پلاوي دبصرام ښوونځی دځمکې غاصبین سره وکتل او له دوي سره یې دموضوع دلاښه څېړنې په موخه ددوي نظرونه او معلومات واخیستل او همدارنګه په ورته مهال تخنیکي پلاوی دکرنج سیمې له هغو عاریضینو سره وکتل چې د دوي دسیمې دقبرونو د هدیرې وقف شوې ځمکه دغاصبینو له خوا غصبه شوې وه چې یاد پلاوی دنوموړو عریضه دارشاد، حج او اوقافوریاست ته دکاري ارتباط له مخې راجع کړه ترڅو موضوع ښه روښانه او وڅېړل شي.
  دبحث او تصمیم نیونې څخه وروسته تخنیکي پلاوی عملاً  ساحې ته ولاړل او دښاروالۍ او ښارجوړنې ریاست له خوا د(R2) پلان شوي ښارگوټي دغصب شوې ځمکې دتثبیت او تشخیص لپاره هراړخیزه  بررسې وکړه. په پل کې پلاوی د سیمې غاصبین را وغوښتل چا چې هلته کورونه جوړ کړې وو دوی ته یې دامیرالمومنین حفظه الله فرمان   بیان کړ او له دوي څخه یې ددې پلان شوي ښارگوټي دغصب دعلت پوښتنه وکړه او ددوي نظرونه یې واورېدل، چې په  پایله کې تخنیکي پلاوی دا ثابته کړه چې د R2 پلاني ښارګوټي لپاره دښاروالۍ او ښارجوړونې ریاست په گډه (370,48)جریبه ځمکه منظور شوې ده، چې په370,48 جریبه مساحت  کې ورته 130 جریبه ځمکې لپاره 48 لوړ پوړې ودانۍ، او په 62,41 جریبه ځمکه کې282 رهایشي نمري او پاتي مساحت کې شنو سیمو پارکونو او سړ کونو ته په پلان او نقشه کې ځانګړې شوې دي، چې اوسمهال په ټول مساحت کې د نورو سیمو خلکو داستوګنې کورونه جوړ کړي او غصب کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت