لغمان کې دځمکودغصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکود تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي هلې ځلې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۴:۴۶
لغمان کې دځمکودغصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکود تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي هلې ځلې


۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکو دغصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي خپلې چارې کړندي کړي دي، چې په ترڅ کې یې یوشمېر دولتي ځمکې تثبیت او تشخیص شوي دي.
د لغمان کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ چې د ځمکو د غصب د مخنیوي اوغصب شویوځمکو دتشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی غړو یې ملتیا کوله. د لغمان د پوهنې ریاست اړوند د بصرام سیمې د شهید مولوي حببیب الرحمن د لیسې ۱۳۵ جریبه ځمکه چې د املاکو په دفترکې ثبت او راجستر وه دیادې لیسې دغصب شوې ځمکې دحدوداتو دتثبیت اوتشخیص په موخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې یادتخنیکي پلاوی دشهید مولوي حبیب الرحمن د لیسې د ځمکې دڅلورو خواوو حدودات له نږدې وڅېړل او وروسته نوموړي پلاوی دیادې لیسې دغصب شوې ځمکې غاصبین چې دمکتب په حدوداتو کې یې کورونه جوړ کړی وه را وغوښتل او له دوی سره یې ناسته وکړه.
په پیل کې دمهترلام ښاروال مولوي فیض محمد د غصب په معنا اومفهوم خبرې وکړې او بیا یې وویل کوم فرمان چې دامیرالمومنین له لوري دځمکودغصب څخه دخلاصون په برخه کې صادر شوی له ترحم څخه ډک ده او هغه وویل مونږ هیڅکله  نه غواړو چې ستاسې جوړکورونه وران کړو په دې برخه کې به دمشرانو له لوري تصمیم نیول کیږي بیا به هماغسې کړنې ترسره کوو، وروسته د تخنیکي هیئت رئیس الحاج مولوي محمدولي محسن د امیرالمومنین حفظه الله هغه فرمان چې دغصب دمخنیوي اوغصب شویوځمکو استرداد په هکله صادرشوی وه د ناستې برخوالوته تشریح کړل او په ولسونو یې غږ وکړ چې هیڅوک نشي کولائ چې په ډاګونو او امارتي ځمکو کې نوی کارونه وکړي که هرشخص یاد عمل ترسره کړ نو دقانون منګولوته به سپارل کیږي. په ورته مهال محسن  وویل مونږ غواړو چې دبصرام دمکتب غصب شوې ځمکه تثبیت او تشخیص کړو که په دې اړه کوم معقول دلائیل لری نو دکاغذ پرمخ یې له مونږ سره شریک کړئ.
په پای کې د نوموړې سمې څوتنو اوسیدونکو خبرې وکړې هغوی وویل: د ۱۳۸ جریبو په اندازه ځمکه د بصرام ښوونځي دتاسیس  پروخت نه ده ورکړل شوې او دا په اصل کې کم مساحت لري او په وروستیو کې دڅوتنو مغرضو اشخاصو له خوا ناسم حدودات دپوهنې ریاست  ته  ور ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت