فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
توزیع کمک‌های زراعتی و باغداری برای ۱۴۸ دهقان مستحق در ولایت فراه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د ګلستان او پرچمن ولسوالیو په کچه ۱۴۸ تنو مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند بېلابېلې مرستې ووېشل شوې.
د مرستو په دې وېش کې یو شمېر بزګرانو ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، او یو شمېر نورو ته ۵۰ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰ کیلوګرامه کرنیز درمل، ۲ کیلوګرامه د پیازو تخم، یو عدد اره، یو عدد قیچي او یو عدد د درمل شیندنې ډبه ورکړل شوه.
د فراه د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو موخه د اصلاح شويو تخمونو دودول، د بزګرانو د حاصلاتو لوړول، د بڼوالۍ د برخې پیاوړتیا، د کرنیزو توکو د کمښت جبران او د سیمې د بزګرانو او بڼوالو د اقتصادي وضعیت ملاتړ دی.
مسؤولینو وویل، چې دغه پروګرام د کرنې وزارت، نړۍوالو مرستندویو ادارو او سیمه‌ییزو ارګانونو د همکارۍ یوه مهمه لاسته راوړنه ده، چې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د بزګرانو د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره عملي ګام ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت