فراه کې پر ۴۷۵مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۵:۵۱
فراه کې پر ۴۷۵مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه


۱ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ریاست په همغږۍ د (CRDSA) مؤسسې له لورې ددې ولایت د پشت رود ولسوالی په ۴۷۵ مالدارانو ۱۹۰۰ بوجۍ کنجاړې ووېشل شول. په دې پروګرام کې پر هر مالدار ۴ بوجۍ کونجاړې وېشل شوي دي.
په دې وېش غونډه کې د فراه  دکرنې ریاست او د یادې مؤسسې د استازو په ګډون یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درولود، دوی  په خپلو خبرو کې وویل، چې د څارویو د خوراکي توکو له وېش څخه یې، موخه مالدارانو ته د متراکمو حیواني خوراکي توکو دودول، د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او  په بیړنیو حالاتو کي د مالدارانو سره  مرسته او د اړمنو مالدارانو لاسنیوی دي.
د فراه دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرستندویو مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت د بېوزله مالدارانو ملاتړ وکړي، ترڅو ددې ولایت د مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت