فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۲
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې،ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پیل کې د ګډ تخنیکي پلاوی د غړیو په مشرۍ مولوی شاه محمد حاجي سروري تېرې غونډې د پرېکړو دتطبیق په اړه ارزونه وکړه او وې ویل هغه سیمې، چې تراوسه پورې د فني پلاوی لخوا نه دي لیدل شوي باید ژر تر ژره یې فني پلاوی له نږدې وګوري.
دغه راز په دې غونډه کې دګلستان ولسوالی د  دیوالک، کاریز سیاو ،کاریز عبیدی او توت په سیمه کې تصرفات شوی ول د یادی سیمی خلکوڅخه تعهد واخستل شو چی تصرفات به نکوی.د بکواه ولسوالی د جوی دراز سیمه  چې دکمېټې له خوا تثبیت شوې وه وروسته بیا تصرفات شوي ول د کمیټی له خوا پړیکړه وشوه چی ټول هغه ودانۍ په نړول کېږي.فراه رود ولسوالی غازی آباد سیمې اړوند موضوع باندې هم خبرې اترې شوې.
په پای کې دچارو د لا ښه پرمختک په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت