فراه کې بزګرانو ته د «یوریا سپري» جوړولو لارې چارې ښول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۵۱
فراه کې بزګرانو ته د «یوریا سپري» جوړولو لارې چارې ښول کېږي

۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت بڼوال او بزګرانو ته د «یوریا سپري» جوړولو لارې چارې په عملي او نظري بڼه ښودل کېږي. د فراه د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بوټو د افتونو د کنټرول او دغه راز له چاپېریال څخه د بوټو د ناروغیو د پاتې شونو د له منځه وړولو په پار بزګرانو او بڼوالو ته د یوریاسپري د جوړولو د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده.
یوریا سپري د نباتي ناروغیو د کنټرول او مخنیوی په پار یو ارزانه او مناسبه محلول دی، چې د نباتاتو د ناروغیو د پاتې شونې د له منځه وړلو وړتیا لري. یاد محلول ډېر نور ګټې هم لري او ترڅنګ یې د جوړلو لارې چارې یې هم اسانه ده.
د مني په موسم کې د میخانیکي کمپاین پلي کول د نبات د آفتونو د کمولو، د چاپېریال ساتنې او د لوړ کیفیت مېوو او سبو تولید لپاره یو له اغېزمنو میتودونو څخه دی. دا طریقه د کیمیاوي درملو مصرف کمولو کې هم مرسته کوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت